د نيوزي لينډ او سري لنكا لوبډلو ترمينځه دريم او وروستے يو ورځنے ميچ سبا آكلينډ كښې كيږي

آکلېنډ۔10جنوری(اے پی پی) د نیوزی لېنډ او سری لنکن كركټ لوبډلو ترمينځه درېم يو ورځنے او وروستے مېچ د خالي په ورځ په ایډن پارک، آکلېنډ كښې كيږي۔ د درېو يو ورځنو مېچونو په سيريز كښې كوربه نيوزي لېنډ لوبډلې ته د سري لنكن لوبډلې په ضد د 0-2 بريا ترلاسه ده۔ كېوي لوبډلې په اولني يو ورځني مېچ كښې آئي لېنډرز ته په 9 وكټو او په دويم مېچ …

آکلېنډ۔10جنوری(اے پی پی) د نیوزی لېنډ او سری لنکن كركټ لوبډلو ترمينځه درېم يو ورځنے او وروستے مېچ د خالي په ورځ په ایډن پارک، آکلېنډ كښې كيږي۔ د درېو يو ورځنو مېچونو په سيريز كښې كوربه نيوزي لېنډ لوبډلې ته د سري لنكن لوبډلې په ضد د 0-2 بريا ترلاسه ده۔ كېوي لوبډلې په اولني يو ورځني مېچ كښې آئي لېنډرز ته په 9 وكټو او په دويم مېچ كښې په 113 رنز سره ماتې وركړې وه۔ دې څخه وړاندې نيوزي لېنډ لوبډلې سري لنكن لوبډلې ته د درېو ټي ټونټي مېچونو په سيريز كښې 1-2 سره ماتې وركړه وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه په درېو يو ورځنو مېچونو د مشتمل سيريز درېم او وروستے مېچ به د خالي په ورځ په اېډن پارك آكلېنډ كښې كيږي۔ د نیوزی لېنډ لوبډلې مشري به مچل سينټنر او د سري لنكن لوبډلې چارتھ اسالنکا كوي۔