غزہ۔10جنوری(اے پی پی) په غزہ كښې د كال 2025 اولنو ورځو په مهال د پرله پسې تشدد په نتيجه كښې 74 كوچنيانو د خپل ژوند څخه لاس په سر شوي ۔ د رائټرز له مخې د ملګرو ملتونو د كوچنيانو ادارې یونیسیف اي ډي کیتھرین رسل ووئيل د غزه كوچنيانو لپاره نوي كال نور مرګونه او ستونزې راوړې دي په كومو كښې چې بريدونه ٬ محرومي او د يخنۍ اثرات …
په غزه كښې د كال 2025 په اولنۍ اونۍ كښې 74 كوچنيان د خپل ژوند څخه لاس په سر شول، یونیسیف

مزید خبریں
غزہ۔10جنوری(اے پی پی) په غزہ كښې د كال 2025 اولنو ورځو په مهال د پرله پسې تشدد په نتيجه كښې 74 كوچنيانو د خپل ژوند څخه لاس په سر شوي ۔ د رائټرز له مخې د ملګرو ملتونو د كوچنيانو ادارې یونیسیف اي ډي کیتھرین رسل ووئيل د غزه كوچنيانو لپاره نوي كال نور مرګونه او ستونزې راوړې دي په كومو كښې چې بريدونه ٬ محرومي او د يخنۍ اثرات شامل دي ٬ ده زياته كړه چې یونیسف له ډېرې مودې راهېسې خبردارے وركوي چې د سر پټولو نه كافي ځايونو٬ د صفايۍ نا وړه صورتحال ٬ د خوراك او روغتيا آسانيو نشتوالې او بيا روانې يخنۍ د غزه د ټولو كوچنيانو ژوند خطر سره مخ كړے دے۔ په خاص توګه نوې زېږېدلې كوچنيان او هغه چې د طبي مسئلو ښكاره دي زيات خطر سره مخ دي۔ یونیسف د غزہ كوچنيانو ته تحفظ وركولو او د دوئي بنيادي ضرورتونه ترسره كولو له د سمدستي ګامونو پورته كولو غږ كړے دے









