په غزه كښې د كال 2025 په اولنۍ اونۍ كښې 74 كوچنيانو له خپل ژوند څخه لاس ووينځلو، یونیسیف

غزہ۔10جنوری(اے پی پی) په غزہ كښې د كال 2025 اولنو ورځو په مهال د پرله پسې تشدد په نتيجه كښې 74 كوچنيانو له خپل ژوند څخه لاس وينځلے دے۔ د رائټرز له مخې د ملګرو ملتونو د كوچنيانو ادارې یونیسیف اي ډي کیتھرین رسل وئيلي دي چې د غزه كوچنيانو لپاره نوي كال نور مرګونه او ستونزې راوړې دي په كومو كښې چې بريدونه ٬ محرومي او د يخنۍ اثرات …

غزہ۔10جنوری(اے پی پی) په غزہ كښې د كال 2025 اولنو ورځو په مهال د پرله پسې تشدد په نتيجه كښې 74 كوچنيانو له خپل ژوند څخه لاس وينځلے دے۔ د رائټرز له مخې د ملګرو ملتونو د كوچنيانو ادارې یونیسیف اي ډي کیتھرین رسل وئيلي دي چې د غزه كوچنيانو لپاره نوي كال نور مرګونه او ستونزې راوړې دي په كومو كښې چې بريدونه ٬ محرومي او د يخنۍ اثرات شامل دي ده زياته كړه چې یونیسف له اوږدې مودې راهېسې خبردارې وركوي چې د سر پټولو نه كافي كېدونكي ځايونو٬ د صفايۍ خراب صورتحال ٬ د خوراك او روغتيا آسانيو نشتوالې او بيا روانې يخنۍ د غزه د ټولو كوچنيانو ژوند خطرې سره مخ كړې دې۔ په خاص توګه نوې زېږېدلې كوچنيان او هغه چې د طبي مسئلو ښكاره دي زيات خطرې سره مخ دي۔ یونیسف د غزہ كوچنيانو ته تحفظ وركولو او ددوئي بنيادي ضرورتونه ترسره كولو له د فوري ګامونو پورته كولو اپيل كړے دے۔