واشنګټن ۔ جنوري (اے پي پي) امرېكا وئېلي دي د داعش خاتمې لپاره زمونږ د پوځ په سوريه كښې پاتې كېدل ضروري دي۔ د اېسوسي ايټډ پرېس تر مخه د مركې په مهال د امريكا دفاع وزير لائيډ آسټن ووئېل د بشارالاسد حكومت ختمېدو نه پس هم د امرېكائي پوځ په سوريه كښې ساتل ضروري دي ٬ دغسې چې داعش بيا د غټې خطرې په توګه د رامخې ته كېدو …
د داعش خاتمې لپاره زمونږ د پوځ په سوريه كښې پاتې كيدل ضروري دي٬ امريكا

مزید خبریں
واشنګټن ۔ جنوري (اے پي پي) امرېكا وئېلي دي د داعش خاتمې لپاره زمونږ د پوځ په سوريه كښې پاتې كېدل ضروري دي۔ د اېسوسي ايټډ پرېس تر مخه د مركې په مهال د امريكا دفاع وزير لائيډ آسټن ووئېل د بشارالاسد حكومت ختمېدو نه پس هم د امرېكائي پوځ په سوريه كښې ساتل ضروري دي ٬ دغسې چې داعش بيا د غټې خطرې په توګه د رامخې ته كېدو نه ايسار كړے شي ۔ د هغه وېنا وه په سوريه كښې اوس هم د امرېكې د پوځ ضرورت دے په خاص توګه د هغه حراستي كيمپونو ساتنه باوري كولو لپاره چرته چې په زرګونو جنګيالي ساتلې شوي او په كومو كښې چې دوه زره ډېر خطرناك ګڼلې شي۔لائيډ آسټن ووئېل كه سوريه غېر محفوظ وساتلے شو نو خيال دا دے چې د داعش جنګيالي به بيا په مركزي چوكاټ كښې راشي۔ هغه ووئېل مونږ له د داعش په مرۍ فشار برقرار ساتلو لپاره اوس هم ډېر څه كول دي۔ بلخوا نوي ټاكلي امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ د خپل وړومبي صدارتي مدت په مهال په كال 2018 كښې د سوريه څخه د پوځونو ويستلو هڅه كړې وه په كومه چې د هغه وخت دفاع وزير جم ميټس استعفې ورګرې وه ۔ په سوريه كښې چې تېره مياشت كله حيات تحري الشام ګروپ د بشارالاسد حكومت خلاف پیش قدمي وكړه نو ټرمپ په سوشل ميډيا پوسټ كړے ؤ چې امريكائي پوځ له د دې شخړې نه د لرې پاتي كېدو ضرورت دے ۔ واضحه دې وي په سوريه كښې د داعش مقابلې لپاره د امريكې نزدې دوه زره عسكر تعينات دي۔









