روسيه ٬ په اپارټمنټ كښې د اور لګيدو پيښه ٬ 8 كسان مړه

ماسکو۔6جنوری(اے پی پی) د روسيه په لوئيديزه سيمه كېروف كښې د لرګي په يو اپارټمنټ كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې 8 كسان مړه شوي۔ شنهوا د روسيې د بېړني حالاتو وزارت حوالې سره وئيلي دي چې د اور لګېدو دا پېښه ماسكو څخه نزدې يو زر كلوميټره لرې په قطبي ختيز كښې د كلمز نومې يو كلي په يو اپارټمنټ كښې رامخې ته شوه چې په نتيجه …

ماسکو۔6جنوری(اے پی پی) د روسيه په لوئيديزه سيمه كېروف كښې د لرګي په يو اپارټمنټ كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې 8 كسان مړه شوي۔ شنهوا د روسيې د بېړني حالاتو وزارت حوالې سره وئيلي دي چې د اور لګېدو دا پېښه ماسكو څخه نزدې يو زر كلوميټره لرې په قطبي ختيز كښې د كلمز نومې يو كلي په يو اپارټمنټ كښې رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې يۍ 8 كسان مړه شوي۔ د وزارت ډلې د پېښې سبب معلومولو له پلټنې كوي۔ د کېروف ګورنر الېګزېنډر سوکولوف وئيلي چې په دې اپارټمنټ كښې 11 كسانو ژوند كولو ٬ په بنيادي توګه دا د پنشنرز كور ؤ۔