د سوريه او مصر خارجه وزيرانو تر مينځه ټېلې فوني تماس٬ په سيمه كښې د امن و امان په استحكام خبرې

دمشق۔1 جنوري (اے پي پي) د سوره عبوري حكومت خارجه وزير اسد حسن الشيباني د مصر خپل هم منصب سره په سيمه كښې د تل پاتي امن او استحكام خبرې كرې دي۔ د العربيه تر مخه د سوريه خارجه وزير تېره ورځ په سوشل مېډيا ووئېل جې زه د مصر خپل هم منصب سره په خبرو كولو ډېر خوشحاله يم۔ په دې مهال سيمه كښې د امن او خوشحالۍ په …

دمشق۔1 جنوري (اے پي پي) د سوره عبوري حكومت خارجه وزير اسد حسن الشيباني د مصر خپل هم منصب سره په سيمه كښې د تل پاتي امن او استحكام خبرې كرې دي۔ د العربيه تر مخه د سوريه خارجه وزير تېره ورځ په سوشل مېډيا ووئېل جې زه د مصر خپل هم منصب سره په خبرو كولو ډېر خوشحاله يم۔ په دې مهال سيمه كښې د امن او خوشحالۍ په چاڅرو خبرې شوي دغسې جې سوريا او مصر كوم چې شريك تاريخ او سباون لرونكے دواړه هېوادونه په ګډه كار وكړے شي۔ په دې مهال د مصر خارجه وزير په دې خبره زور راوړو د يو داسې سياسي عمل ضرورت دے جې پكښې ټول شامل وي او وړاندې لاړ شي او چې پكښې ټول ګوندونه ٬ مذهبونه او نسلي ډلې شاملې وي ۔ دواړو خارجه وزيرانو شرېكې رابطې ساتلو ته هم اتفاق وكړو۔