د هند ګجرات ايالت كښې د ارسلر متل سټيل پلانټ كښې د اوور لګيدلو له امله 4 خواري كښ مړه،يو ژوبل

نوې ډيلے 01 جنوري (اے پي پي) د هند په ګجرات ايالت كښې په سټيل پلانټ كښې د اور لګيدلو له امله 4 خواري كښ مړه او يو ژوبل شوے۔ شنهوا له مخې دا پېښه د ايالت په سورت اولسوالۍ هزيره صنعتي سيمه كښې د آرسلرمتل نيپون سټيل پلانټ كښې رامخې ته شوې ۔د سټيل پلانټ وياند ووئيل دا پېښه د سامان د خرابۍ په وجه رامخې ته شوه ۔سورت …

نوې ډيلے 01 جنوري (اے پي پي) د هند په ګجرات ايالت كښې په سټيل پلانټ كښې د اور لګيدلو له امله 4 خواري كښ مړه او يو ژوبل شوے۔ شنهوا له مخې دا پېښه د ايالت په سورت اولسوالۍ هزيره صنعتي سيمه كښې د آرسلرمتل نيپون سټيل پلانټ كښې رامخې ته شوې ۔د سټيل پلانټ وياند ووئيل دا پېښه د سامان د خرابۍ په وجه رامخې ته شوه ۔سورت پوليس کمشنر انوپم سنګھ ګهلوټ ووئيل مونږ ته معلومه ده چې د پلانټ په يوه برخه كښې د سكرو سوزولو نه پس اور خپور شوے ؤ ،چې له امله ئې په لفټ كښې موجود 4 خواري كښ مړه شوي دي ۔