واشنګټن 01 جنوري (اے پي پي) د امريكې نوي ټاكلې شوي صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي راروانه اونۍ كښې به د امريكې پخواني صدر جمي کارټر په آخري رسومات كښې ګډون كوم۔ جمي کارټر د اتوار په ورځ د 100 كالو په عمر كښې مړ شوے ؤ۔ العربيه اردو له مخې فلوريډا كښې د امريكې پخواني صدر په كور كښې د نوي كال دستورو كښې ګډون په مهال د خبريال …
د جمي کارټر آخري رسومات كښې به ګډون كوم۔ډونلډ ټرمپ

مزید خبریں
واشنګټن 01 جنوري (اے پي پي) د امريكې نوي ټاكلې شوي صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي راروانه اونۍ كښې به د امريكې پخواني صدر جمي کارټر په آخري رسومات كښې ګډون كوم۔ جمي کارټر د اتوار په ورځ د 100 كالو په عمر كښې مړ شوے ؤ۔ العربيه اردو له مخې فلوريډا كښې د امريكې پخواني صدر په كور كښې د نوي كال دستورو كښې ګډون په مهال د خبريال د پوښتني په ځواب ده ووئيل زه به په 9 جنوري واشنګټن ډي سي كښې نېشنل کيتھيډرل كښې د پخواني صدر جمي کارټر په آخري رسومات كښې كډون كوم ،ما له هغې كښې بلنه راكړې شوې۔ د امريكې نوې کانګريس سوګند پورته كولو نه پس ايوانِ نمائندګان به د جمعې په ورځ د سپيکر ټاكنه کوي۔









