پاكستان د افغان سوداګرو او افغانستان د پاكستانو سوداګرو لپاره غوره هيواد دے۔ افغان كمرشل اتاشي ډاكټر عبدالحنان همت

كوئټه 31 دسمبر(اے پي پي)د افغان قونصلیټ كمرشل اتاشي ډاكټر عبدالحنان همت وئېلي دي پاكستان او افغانستان د يو بل لپاره لازم او ملزوم دي٬پاكستاني سرمايه كار دې افغانستان كښې د موجودو سرمايه كارۍ موقعو څخه مستفيد كېدو لپاره وړاندې راشي ٬ مونږ به د ځان او مال تحفظ پشمول ټولې آسانۍ وركوو٬دواړو وروڼو اسلامي هېوادونو بزنس كميونټي له به تجارت څخه سياست جلا كول وي٬پاك افغان باديني بزنس ګيټ …

كوئټه 31 دسمبر(اے پي پي)د افغان قونصلیټ كمرشل اتاشي ډاكټر عبدالحنان همت وئېلي دي پاكستان او افغانستان د يو بل لپاره لازم او ملزوم دي٬پاكستاني سرمايه كار دې افغانستان كښې د موجودو سرمايه كارۍ موقعو څخه مستفيد كېدو لپاره وړاندې راشي ٬ مونږ به د ځان او مال تحفظ پشمول ټولې آسانۍ وركوو٬دواړو وروڼو اسلامي هېوادونو بزنس كميونټي له به تجارت څخه سياست جلا كول وي٬پاك افغان باديني بزنس ګيټ بيا پرانستلو لپاره د اعلٰی كچ اقدامات پېل شوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د كوئټه بلوچستان د صنعت او تجارت ايوان عهديدارو او غړو ترمينځه د غونډې په موقع د خيالاتو څرګندونه كښې وكړه ۔په دې موقع د افغانستان د كډوالو وزير مولانا خليل الرحمان حقاني د لوړو درجو لپاره فاتحه خواني هم وشوه ۔د دې څخه وړاندې د افغان قونصليټ كمرشل اتاشي ډاكټر عبدالحنان همت د كوئټې بلوچستان چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري ته په رسېدو د چيمبر صدر محمد ايوب مرياني٬سينئر نائب صدر حاجي اختر كاكړ او نورو هغه ته هركلے وئېلو سره ووئېل پاكستان او افغانستان دواړه ګاونډي وروڼه اسلامي هېوادونه دي كومو لپاره چې د پولې پورې غاړه وګړو خېرښېګړی او د عزت روزګار لپاره اقدامات كول پكار دي ٬ د دواړو هېوادونو بزنس كميونټيز د بارډر بندېدو او تاؤ تريخوالي په حق كښې نه دي ٬مونږ غواړو چې چې په چمن تګ راتګ آسان وي ٬ دې مقصد لپاره مونږ تجويز كوو چې په پاك افغان پوله دواړو خوا نزدې ضلعو وګړو له د پاسپورټ لرلو سره هم د خاص كارډ د لارې د تګ راتګ اجازه وركړې شي بلكې د باديني٬ګلستان٬نوشكي٬دالبندين او نورو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه نوې بزنس كيټس پرانستلې شي او د دواړو هېوادونو په پوله ايزو ضلعو كښې بارډر بازارونه جوړ كړې شي دغسې چې تګ راتګ او كاروبار نور هم آسان شي٬دوي د رنځورانو لپاره قونصلګرۍ كښې د جلا ډيسك جوړولو تجويز هم وركړو او وې وئېل د پاك افغان تجارتي پلاويو تبادله پكار ده دغسې چې بزنس كميونټيز ته په دواړو هېوادونو كښې د سرمايه كارۍ موقعو معلومات ترلاسه وي۔