خليجي هېوادونو سره به د اړيكو قوي كولو لپاره كار كوو ٬ سوريه

دمشق۔31 دسمبر(اے پي پي) د سوريه نوې انتظاميه كښې خارجه چارو وزير اسعد حسن الشيباني په دې خبره زور راوړے چې زمونږ هېواد به د خليجي رياستونو سره د اړيكو قوي كولو لپاره كار كوي۔ د العربيه اردو تر مخه ده د دې خيالاتو څرګندونه تېره ورځ د كويت يو مهم منصب دار عبدالله اليحيې او د خليج كونسل سېكرټري جنرل جاسم البديوي سره پرېس كانفرنس ته وكړه ۔ ده …

دمشق۔31 دسمبر(اے پي پي) د سوريه نوې انتظاميه كښې خارجه چارو وزير اسعد حسن الشيباني په دې خبره زور راوړے چې زمونږ هېواد به د خليجي رياستونو سره د اړيكو قوي كولو لپاره كار كوي۔ د العربيه اردو تر مخه ده د دې خيالاتو څرګندونه تېره ورځ د كويت يو مهم منصب دار عبدالله اليحيې او د خليج كونسل سېكرټري جنرل جاسم البديوي سره پرېس كانفرنس ته وكړه ۔ ده ووئېل د خليج كونسل پلاوې د سوريه سباون جوړولو لپاره د پورته كوونكو ګامونو نه خبر كړے شوے ٬ ده د سوريه اولس لپاره د عرب هېوادونو د مرستې ستائنه وكړه۔ د سوريه خارجه وزير ووئېل نوې انتظاميه هېواد د عرب خوا و شا ته بيا راستنول غواړي ٬ د كوېت خارجه وزير ووئېل د جي سي سي هېوادونه د سوريه سره ولاړ دي ٬ هغوي د سوريه د خپلواكۍ احترام او د استحكام مرسته كوي۔ ده ووئېل د جي سي سي هېوادونه د سوريه د خود مختارۍ كومه هم خلاف ورزي مسترد كوي او د سوريه اولس مرستې لپاره عزم لري۔ د ده وېنا وه د سوريه سلامتيا د منطقې د سلامتيا برخه ده ۔ د دې نه وړاندې د صدر بشر الاسد حكومت خاتمې نه پس په وړومبي ځل د خليجي هېوادونو يو پلاوې د سوريه پايه تخت دمشق ته تللے د كوم هر كلے چې د نوې انتظاميه مشر احمد الشرع او خارجه وزير اسعد الشيباني وكړو ٬ د پلاوي مشري د كوېت خارجه وزير او د وزارتي كونسل د اوسنۍ غونډې چيئرمېن كوله۔