په تركيه كښې د ایئر ایمبولینس ودانۍ سره د ټكر كيدو پيښه ٬ 4 كسان مړه

انقرہ ۔23دسمبر(اے پی پی) د تركيه په سوئيلي لوئيديزه سيمه كښې د اېمبولينس چورلكې د روغتون ودانۍ سره د ټكر كېدو پېښې په نتيجه كښې 4 كسان مړه شوي دي۔ د اردو نيوز له مخې د تركيه د روغتيا وزارت په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې دا اېمبولېنس چورلكه موغلا ټرېننګ اېنډ ریسرچ روغتون څخه پاڅېده او په دې كښې دوه پائلټان، يو ډاكټر يو طبي كاركن ناست ؤ۔ …

انقرہ ۔23دسمبر(اے پی پی) د تركيه په سوئيلي لوئيديزه سيمه كښې د اېمبولينس چورلكې د روغتون ودانۍ سره د ټكر كېدو پېښې په نتيجه كښې 4 كسان مړه شوي دي۔ د اردو نيوز له مخې د تركيه د روغتيا وزارت په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې دا اېمبولېنس چورلكه موغلا ټرېننګ اېنډ ریسرچ روغتون څخه پاڅېده او په دې كښې دوه پائلټان، يو ډاكټر يو طبي كاركن ناست ؤ۔ د موغلا ګورنر ادریس اکبیک ووئيل چې چورلكه د روغتون څلورم منزل سره ټكر كېدو سره پرېوته۔ د پېښې په نتيجه كښې څلور كسان مړه شول۔ دا هم وئيلې شوي چې دا پېښی د دهند له امله رامخې ته شوه۔