د امارات دويمه بحري بيړۍ درې زره ټنه سامان وړلو سره بيروت ته لاړه

دبئي 22 دسمبر (اے پي پي) متحده عرب امارات دويمه بحري بيړۍ لبنان ته ولېږله چې پكښې درې زره ټنه د مرستي سامان ولېږلې شو۔ وام له مخې بحري بيړۍ د جبل علي پورټ څخه بيروت ته لاړه كوم چې د امارات د اړخه سږ كال اکتوبر كښې د لبنان ځپليو لپاره پېل شوي كمپائن برخه ده۔بحري بيړۍ كښې خوراك ، د يخښنۍ موسم جامي،د ميرمنو او ماشومانو لپاره د …

دبئي 22 دسمبر (اے پي پي) متحده عرب امارات دويمه بحري بيړۍ لبنان ته ولېږله چې پكښې درې زره ټنه د مرستي سامان ولېږلې شو۔ وام له مخې بحري بيړۍ د جبل علي پورټ څخه بيروت ته لاړه كوم چې د امارات د اړخه سږ كال اکتوبر كښې د لبنان ځپليو لپاره پېل شوي كمپائن برخه ده۔بحري بيړۍ كښې خوراك ، د يخښنۍ موسم جامي،د ميرمنو او ماشومانو لپاره د حوراك څښاك سامان پشمول ضروري څيززونه لېږلې شوي۔بيان كښې وئيلي شوې چې ډونر ايجنسيو، انساني همدردۍ ادارو څخه د مرستي سامان اخستلو سره لېږلې شوي دا دويمه بيړۍ ده كومه به چې د رواني مياشت تر آخر بيروت ته ورسيږي۔دا خبره دې ياده وي چې د امارات صدر صدر شيخ محمد بن زايد آل نهيان د لبنان اولس له په سمدستي توګه د 100 مليونه امريکائي ډالره امدادي پيکج وركولو سپارښتنه كړې وه۔