رياض 18دسمبر(اے پی پی)د سعودي عرب داخله وزير شهزاده عبدالعزيز بن سعود بن نايف په رياض كې د جبوتي سفير او د ډپلوميټك كور ډين ضياالدين بامخرمه هركلے كړے۔د عرب نيوز له مخې په ملاقات كښې د سعودي عرب او جبوتي ترمينځه د امنيتي اړيكو قوي كولو په اړه خبرې شوي۔د جبوتي سفير عرب نيوز ته ووئيل د شريكې خوښې چارو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه شوی چې پكښې …
د سعودي عرب داخله وزير سره د جبوتي سفير ملاقات٬د امنيت اړيكو په چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
رياض 18دسمبر(اے پی پی)د سعودي عرب داخله وزير شهزاده عبدالعزيز بن سعود بن نايف په رياض كې د جبوتي سفير او د ډپلوميټك كور ډين ضياالدين بامخرمه هركلے كړے۔د عرب نيوز له مخې په ملاقات كښې د سعودي عرب او جبوتي ترمينځه د امنيتي اړيكو قوي كولو په اړه خبرې شوي۔د جبوتي سفير عرب نيوز ته ووئيل د شريكې خوښې چارو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه شوی چې پكښې د امنيت مرستې او اړوندو څانګو كښې د قوي كولو طريقې شاملې دي۔ده ووئيل دواړه هېوادونه هر كال د شريكې امنيتي كمېټۍ له مخې خبرې كوو۔د كمېټۍ دريمه غونډه تېر كال ستمبر كښې جده كښې شوې وه او راتلونكې غونډه به په فرورۍ كښې جبوتي كښې كېږي









