ملګري ملتونه ۔12 دسمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ به زيات اكثريت سره يو قرارداد منظور كړے په كوم كښې چې په غزه كښې د سدستي او غېر مشروط جنګ بندۍ غوښتنه شوې ۔ قرارداد امريكې او اسرائيل مسترد كړے۔ د اے اېف پی له مخې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په زيات اكثريت سره يو قرارداد منظور كړے په كوم كښې چې په غزه كښې د فوري …
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې په غزه كښې د سمدستي او غير مشروط جنګ بندۍ قرارداد منظور كړے شو ٬ د امريكې او اسرائيل مخالفت

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔12 دسمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ به زيات اكثريت سره يو قرارداد منظور كړے په كوم كښې چې په غزه كښې د سدستي او غېر مشروط جنګ بندۍ غوښتنه شوې ۔ قرارداد امريكې او اسرائيل مسترد كړے۔ د اے اېف پی له مخې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په زيات اكثريت سره يو قرارداد منظور كړے په كوم كښې چې په غزه كښې د فوري او غېر مشروط جنګ بندۍ غوښتنه شوې ده۔ دا قرارداد امريكې او اسرائيل مسترد كړے ۔ د عمومي اسمبلۍ د دې قرارداد په حق كښې 158 او مخالفت كښې 9 رائے راغلي ۔ دغسې 13 هېوادونه د ووټنګ په عمل كښې شامل نه شول۔ په قرارداد كښې د سدستي ٬ غېر مشروط او مستقل جنګ بندۍ سره سره د ټول يرغمال شوو فوري او په غېر مشروط توګه په خوشې كولو زور راوړلے شو۔ دغسې په قرارداد كښې غزه او په خاص توګه محاصره شوو وګړو لپاره په پراخه كچه د بشري مرستې رسولو غوښتنه وشوه۔ د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو ګڼ شمېر استازو ووټنګ څخه وړاندې اسمبلۍ ته خپل خطاب كښې د فلسطيني وګړو ملاتړ وكړو۔ په قرارداد كښې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترېس څخه غوښتنه وشوه چې هغه تجاويز وړاندې كړي چې ملګري ملتونه د احتساب دائره پراخه كولو كښې څومره مرسته كولې شي









