سعودی عرب كښې شريك فضائی مشق ’’طویق 4‘‘ وړومبې پړاؤ پائې ته ورسيد

ریاض 07 دسمبر (اے پي پي) د سعودی د دفاع وزارت ووئيل په پرنس سلطان ایئربیس د 8 هېوادونو شريك فضائی مشق ’’طویق 4‘‘ وړومبې پړاؤ پائې ته رسيدلې دے۔ اردو نیوز له مخې په ایکس جاري شوې بيان كښې ووئيل شول چې وړومبي پړاؤ كښې ټیکنیکل ایئر ډراپ آپریشنز شوي چې مقصد ئې جدید جنګی ماحول كښې د تجربو او پوهو تبادله کول دي۔شريك فضائی مشقونو كښې سعودی عرب، …

ریاض 07 دسمبر (اے پي پي) د سعودی د دفاع وزارت ووئيل په پرنس سلطان ایئربیس د 8 هېوادونو شريك فضائی مشق ’’طویق 4‘‘ وړومبې پړاؤ پائې ته رسيدلې دے۔ اردو نیوز له مخې په ایکس جاري شوې بيان كښې ووئيل شول چې وړومبي پړاؤ كښې ټیکنیکل ایئر ډراپ آپریشنز شوي چې مقصد ئې جدید جنګی ماحول كښې د تجربو او پوهو تبادله کول دي۔شريك فضائی مشقونو كښې سعودی عرب، امارات، عمان، قطر، اردن، مراکش، برتانیې، امریکا او د یونان ایئرفورس ګډون وكړو دغسې مصر او بحرین به د مشقونو نګراني كوي دغه مشثونه به دوه اوونۍ دوام لري۔د فضائی مشق ډائریکټر کرنل پائلټ محمد عبدالله الخنفور ووئيل طویق 4 مشقونو مقصد د يو بل د عسکری پوهو څخه استفاده کول او جنګی تګلاره ښه كول دي۔ده ووئيل مشقونو كښې شاملي ډلو د جنګی تګلارو له مخې تکنیکی طریقې آزمائی۔دې نه ځانله سرچ اینډ ریسکیو آپریشن به هم د مشق برخه وي۔