جاپان ، په كور كښې د اور لګيدو له امله دوه كسان مړه شول

ټوکیو ۔5 دسمبر(اے پی پی) په جاپان كښې په يو كور كښې د اور لګېدو په نتيجه كښې دوه كسان مړه شوي دي۔ د شنهوا له مخې د جاپان ايچي ولايت په سيټو ښار كښې په يو كور كښې د اور لګېدو په نتيجه كښې دوه كسان مړه او نزدې ودانيو ته زيات زيان ورسېد۔ د فائر فائټرز 14 فائر ټرکونه د پېښې ځاے ته ورسېدل او د څلورو څخه …

ټوکیو ۔5 دسمبر(اے پی پی) په جاپان كښې په يو كور كښې د اور لګېدو په نتيجه كښې دوه كسان مړه شوي دي۔ د شنهوا له مخې د جاپان ايچي ولايت په سيټو ښار كښې په يو كور كښې د اور لګېدو په نتيجه كښې دوه كسان مړه او نزدې ودانيو ته زيات زيان ورسېد۔ د فائر فائټرز 14 فائر ټرکونه د پېښې ځاے ته ورسېدل او د څلورو څخه د زياتو ساعتونو په خوارۍ او ستړو يې په اور قابو وموندلو۔ د پولیس او فائر چارواكو له مخې د اور لګېدو دلاسه پېوست دوه منزله كورونه وسوزېدل۔ د يو كور ملبې څخه دوه مړي ترلاسه شوي۔ د اور سبب معلومولو له پوليس او فائر چارواكي په ګډه پلټنې كوي۔