ریاض ۔4 دسمبر(اے پی پی) د سعودي عربستان ولي عهد شهزاد بن سلمان وئيلي دي نړۍ د اوبو په اړه كښې مخ په زياتېدونكو چېلنجونو سره مخ ده۔ د اردو نیوز رپورټ له مخې ولي عهد شهزاده بن سلمان په رياض كښې د ون واټر سمټ پرانستې دستورې په موقع ووئيل سعودی عربستان د اوبو په څانګه كښې 60 څخه زياتو هېوادونو ته 200 پرمختيائي منصوبو لپاره د 6 اربه …
نړۍ د اوبو په اړه مخ په زياتيدونكو چيلنجونو سره مخ ده : سعودي عرب

مزید خبریں
ریاض ۔4 دسمبر(اے پی پی) د سعودي عربستان ولي عهد شهزاد بن سلمان وئيلي دي نړۍ د اوبو په اړه كښې مخ په زياتېدونكو چېلنجونو سره مخ ده۔ د اردو نیوز رپورټ له مخې ولي عهد شهزاده بن سلمان په رياض كښې د ون واټر سمټ پرانستې دستورې په موقع ووئيل سعودی عربستان د اوبو په څانګه كښې 60 څخه زياتو هېوادونو ته 200 پرمختيائي منصوبو لپاره د 6 اربه روپو فنډز وركړے۔ ولي عهد هيله څرګنده كړه چې د نړيوالې ورورولۍ هڅې به د اوبو چېلنجونو مخنيوي له مرستياله وګرځي۔ سعودي ولي عهد د ګلوبل واټر آرګنائزېشن جوړولو اعلان وكړو د كوم مركزي دفتر به چې په رياض كښې وي۔ د آرګنائزېشن د جوړولو مقصد نړۍ ته د اوبو په لړ كښې د پېښو چېلنجونو په اړه اطلاع وركول او د دې حل لټولو له هڅې كول دي۔ په دې دستوره كښې د فرانسيسي صدر ایمانوئل میکخواں په شمول د يو شمېر هېوادونو مشرانو او اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع د قازقستان صدر قاسم جومارت توکایف او يو شمېر نور وزيران او چارواكي هم موجود وو۔









