د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فلسيطيني رياست جوړولو غوښتنه وكړه

ملګري ملتونه ۔4 دسمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فلسطيني رياست په جوړولو زور راوړلو سره اسرائيل څخه غوښتنه كړې چې هغه مقبوضه فلسطين سيمو څخه اووځي۔ د اے اېف پي له مخې ملګرو ملتونو په جون 2005 كښې د يو نړيوال كنفرنس كولو غوښتنه كړې ده دغسې چې دوه رياستي حل لپاره سفارتي هڅې يو وارې بيا پېل كړې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د نهې په ورځ د وړاندې كړي قرارداد په حق كښې 157 او مخالفت كښې 8 رائے وكارولې شوې۔ د امريكا او اسرائيل په شمول 8 هېوادونو د قرارداد په مخالفت كښې رائے وركړه او 7 نورو هېوادونو د رائے وركولو عمل كښې برخه وانغسته۔ عمومي اسمبلۍ د اسرائيل او فلسطين دوه رياستي حل لپاره د نړيوال قانون له مخې د كوټلي ملاتړ څرګندونه وكړه۔ اسمبلۍ ووئيل دواړو رياستونو له به كال 1967 څخه وړاندې د تسليم شوو پولو دننه امن او سلامتيا سره پاتې كېدل وي۔ عمومي اسمبلۍ په دې لړ كښې د راروان كال 2025 په جون مياشت كښې په نيويارك كښې نړيواله غونډه رابللې ده۔ سعودی عربستان او فرانس به د دې اعلی كچې غونډې په ګډه مشري كوي۔ ملګري ملتونه دا ګڼي چې په مغربي غاړه ٬ مشرقي بيت المقدس او د غزه په پټۍ اسرائيل غېر قانوني قبضه كړې ده۔