
ماسکو 29 نومبر (اے پي پي) د روس صدر ولادیمیر پیوټن ووئيل د امریکا نوے منتخب شوے صدر ډونلډ ټرمپ يو تجربه لرونكې او ذهین سیاستمدار دے كوم چې د مسئلو د حل لټولو صلاحیت لري۔ العربیه اردو د تاس په اړه ووئيل ولادیمیر پیوټن وئيلي چې روس د امریکا سره خبرو اترو له چمتو دے۔د روس صدر ووئيل زه باور لرم چې صدر جو بائیډن انتظامیه د روس سره اړيكو كښې ټرمپ لپاره د مشکلاتو پیدا کولو هڅه كوي۔د روس صدر د آستانه خپلي سركاري دورے په دويمه ورځ د اجتماعی سلامتیا معاهدے تنظیم په غونډه كښې ګډون وكړو، چرته چې هغه په دې خبره زور راوړو چې د زيارت په ورځ زمونږ د هېواد د اړخه په یوکرین شوے بريد د امریکې د بريدونو ځواب كښې ؤ۔ ده ووئيل د یوکرین پايه تخت کیف كښې په پوځي مركزونو اورشینک هائپرسونک د توغندي بريد كولو دهړكه هم وركړي۔په غونډه كښې د ګډون په مهال د روس صدر ووئيل د داسې هېوادونو په شميره كښې اضافه كېږي كوم چې يو محفوظ، کثیر قطبی نړيوال نظام تعمیر حمایت کوي