دبئۍ 28 نومبر (اے پي پي) د متحده عرب امارات قیادت د امارات په 53مه قامي ورځ (عید الاتحاد) په موقع د څلور نيمو زرو څخه د زياتو بنديوانو د خوشي كولو امر كړے۔اردو نیوز له مخې صدر شیخ محمد بن زاید آل نهیان د امارات اصلاحی ادارو ته د دوه زره 269 بنديوانو خوشي كولو امر كړے۔د دې اقدام مقصد خوشي كيدونكو بنديوانو له د يو نوې ژوند موقع وركولو سره د هغوي په كورنيو كښې خوشحالي راوستل دي او د هغوي ستونزې كمول دي۔د امارات نائب صدر، د دبئۍ حکمراں شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د بېلو قومیتونو يو زر 169 بنديوانان د امارات اصلاحی ادارو څخه د خوشي كولو امر كړے۔د سپریم کونسل غړي او د شارجه حکمران شیخ ډاکټر سلطان بن محمد القاسمي د شارجه اصلاحي او تعزیرې ادارې څخه د 683 بنديوانو د خوشي كولو امر جاري كړے۔د ریاست عجمان حکمران شیخ حمید بن راشد النعیمي هم د 304 بنديوانو خوشي كولو امر جاري كړے۔ بخښنه به په مطلوبه شرطونو پوره كولو وركولې شي۔دغسې د فجیره حکمران شیخ حمد بن محمد الشرقی په فجیره كښې تعزیرې او اصلاحی ادارو څخه د 118 بنديوانانو د خوشي كولو امر كړے۔دا اعلان د حکومت د خوښی برخه ده چې بنديوانانو له د يو نوي ژوند موقع وركړې شي او د هغوي په كورنيو كښې خوشحالي راوستلو له د هغوي تكليفونه كم كړې شي