ریاض 28 نومبر (اے پي پي) سعودي عرب په لبنان كښې د جنګ بندۍ پريكړې هركلے وكړو۔العربیه له مخې د سعودي خارجه وزارت اعلامیه كښې د جنګ بندۍ لپاره شوې هڅي ستائېلي شوې دي۔خارجه وزارت د سلامتي کونسل په قرارداد لمبر 1701 د عملدرآمد هيله څرګندولو سره دا خوښي څرګنده كړه چې دې سره به لبنان كښې په امن او سلامتيا او د انخلا کوونكو وګړو محفوظ ستنيدل باوري شي