بیجنګ ۔27نومبر (اے پی پی) چين وئيلي دي هغه به د فلسطيني اولس د جائزو حقونو د بحالۍ ملاتړ دوامداره ساتي۔ د شنهوا له مخې د چين صدر شي جن پنګ ووئيل چين د فلسطيني اولس د جائزو قامي حقونو د بحالۍ تل ملاتړ كړے ۔ فلسطینی اولس سره د يووالي نړيوالې ورځ په موقع د ملګرو ملتونو غونډې ته د مباركۍ په پېغام كښې ده دا هم نوټ كړه …
د فلسطين اولس د جائزو حقونو د بحالۍ به عمر له ملاتړ كوؤ: چين

مزید خبریں
بیجنګ ۔27نومبر (اے پی پی) چين وئيلي دي هغه به د فلسطيني اولس د جائزو حقونو د بحالۍ ملاتړ دوامداره ساتي۔ د شنهوا له مخې د چين صدر شي جن پنګ ووئيل چين د فلسطيني اولس د جائزو قامي حقونو د بحالۍ تل ملاتړ كړے ۔ فلسطینی اولس سره د يووالي نړيوالې ورځ په موقع د ملګرو ملتونو غونډې ته د مباركۍ په پېغام كښې ده دا هم نوټ كړه چې چین تل د اتحاد مضبوطولو او د داخلي مفاهمت ترلاسه كولو له د ټولو فلسطينيانو ډلو ملاتړ كړے۔ د چين صدر شي جن پنګ ووئيل د فلسطين مسئلې لپاره ضروري خبره دا ده چې د جنګ زر تر زره ختمولو له دې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اړوندو قراردادونو په بشپړه توګه عمل وكړے شي۔ ده فلسطيني اولس سره د يووالي نړيوالې ورځ په مناسبت سره ملګرو ملتونو ته په غونډه كولو مباركي وركولو سره ووئيل دوه رياستي حل عملي كول او د فلسطين مسئلې سياسي حل ته وده وركول بنيادي لاره ده۔









