پاكستاني سفارت د وېزا بندېزونو په اړه د يو اے اي حكومت لخوا دستاويز شيئر كولو سره اړوند ميډيا رپورټس مسترد كړل

ابوظهبی۔19نومبر(اے پی پی) په متحده عرب امارات كښې پاكستاني سفارت د يو اے اي حكومت لخوا په پاكستاني وګړو د وېزې بندېز لګولو سببونو حواله وركولو سره دستاوېز شيئر كولو سره اړوند اوسني راپورونه بې بنسټه ګرځولو سره مسترد كړي دي۔ په ابوظهبي كښې د پاكستاني سفارت لخوا د نهې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په دې اړه ادعاګانې كوم حقيقت نه لري٬ د متحدہ عرب امارات …

ابوظهبی۔19نومبر(اے پی پی) په متحده عرب امارات كښې پاكستاني سفارت د يو اے اي حكومت لخوا په پاكستاني وګړو د وېزې بندېز لګولو سببونو حواله وركولو سره دستاوېز شيئر كولو سره اړوند اوسني راپورونه بې بنسټه ګرځولو سره مسترد كړي دي۔ په ابوظهبي كښې د پاكستاني سفارت لخوا د نهې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په دې اړه ادعاګانې كوم حقيقت نه لري٬ د متحدہ عرب امارات چارواكو دا ډول كوم دستاوېز شيئر كړے نه دے۔ پاکستان متحدہ عرب امارات سره پياوړې اړيكې لري او دواړه هېوادونه د اندېښنې وړ كومې هم مسئلې په باضابطه چېنلو او د تعميري خبرو اترو د لارې د حل كولو عزم لري۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې سفارت خانې په متحده عرب امارات كښې د پاکستانی وګړو د ګټو د تحفظ عزم كړے دے او د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكو مستحكم كولو له به متحده عرب امارات سره په ګډه كار كوي

مزید خبریں