واشنګټن19نومبر(اے پی پی) د امریکې نوي ټاكلي شوي صدر ډونالډ ټرمپ د غېر قانوني کډوالو هېواد څخه په لويه كچه د اخراج پلان تایید کړے دے۔ د اکنامک ټایمز رپورټ له مخې نوي ټاكلي شوي صدر وئېلي دي چې هغه په دې پروژه عملدرآمد لپاره په قامي كچه د بېړني حالت نافذ كولو اراده لري٬ په دې مهال به هغه كډوال كوم چې په امريكا كښې د استوګنې قانوني حېثيت …
ډونلډ ټرمپ د غير قانوني كډوالو په لويه كچه هيواد څخه د ويستلو پلان تائييد كړو
واشنګټن19نومبر(اے پی پی) د امریکې نوي ټاكلي شوي صدر ډونالډ ټرمپ د غېر قانوني کډوالو هېواد څخه په لويه كچه د اخراج پلان تایید کړے دے۔ د اکنامک ټایمز رپورټ له مخې نوي ټاكلي شوي صدر وئېلي دي چې هغه په دې پروژه عملدرآمد لپاره په قامي كچه د بېړني حالت نافذ كولو اراده لري٬ په دې مهال به هغه كډوال كوم چې په امريكا كښې د استوګنې قانوني حېثيت نه لري٬په لويه كچه هېواد څخه ويستلې شي او په دې كښې به د امريكائي ځواكونو مرسته هم ترلاسه كولې شي۔ ډونلډ ټرمپ دا خبره په سوشل مېډيا پليټ فارم ٬ ټروت سوشل مېډيا د ټام فټن لخوا د شوي يو پوسټ په ځواب كښې كړې ده۔د يادونې وړ ده چې جوډېشل واچ نومې ادارې سره تړلې ټام فټن ادعا كړې وه چې د ډونلډ ټرمپ انتظاميه به قامي اېمرجنسي اعلانولو سره د غېر قانوني كډوالو هېواد څخه ويستلو او د غېر قانوني اميګرېشن مخنيوي له پوځي اثاثې كاروي۔











