برسلز۔ 14 نومبر (اے پي پي) د امرېكې خارجه وزير انټوني بلنكن وئېلي دي اسرائيل په غزه كښې د عسكريت خوښو د ختمولو خپل مقصد تر لاسه كړو ٬ اوس دې جنګ بند او د غزه وګرو ته خپلو سيمو ته د تللو اجازه وركړي۔ د ډوئچے وېلے تر مخه برسلز كښې يوې غونډې ته خطاب كښې ده ووئېل اسرائيل دا معيار پخپله ټاكلے ؤ او اوس هغوي خپل اهداف …
اسرائيل د عسكريت خوښو د خاتمې هدف سر كړو ٬ اوس دې غزه كښې جنګ بند كړي ٬ امريكا

مزید خبریں
برسلز۔ 14 نومبر (اے پي پي) د امرېكې خارجه وزير انټوني بلنكن وئېلي دي اسرائيل په غزه كښې د عسكريت خوښو د ختمولو خپل مقصد تر لاسه كړو ٬ اوس دې جنګ بند او د غزه وګرو ته خپلو سيمو ته د تللو اجازه وركړي۔ د ډوئچے وېلے تر مخه برسلز كښې يوې غونډې ته خطاب كښې ده ووئېل اسرائيل دا معيار پخپله ټاكلے ؤ او اوس هغوي خپل اهداف سر كړي دي۔ ده ووئېل دا په غزه كشې د جنګ بندولو وخت دے ځكه چې دا جنګ اوس د مينځني ختيز نورو برخو ته غزېږي ۔ د ده وېنا وه چې جنګ بندول به د غزه اولس ته په بېړني بنيادونو پكار مرسته ورسولو له تر ټولو لويه او موثره ذريعه وي ٬ ځكه په غزه كښې دې اوږد مهاله جنګ په حقيقي توګه بند كړے شي ۔ ده ووئېل دا د اسرائيل زمه واري ده چې غزه كښې په انساني بنياد مرسته رسولو له سهولت كاري وكړي ۔ ده په غزه كښې د روان انساني بحران حل كولو لپاره په پرله پسې هلو ځلو زور راوړو۔ د امرېكې خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې په غزه كښې د سوونو د مرستې ټركونو لوټ كېدو او د نورو جرائمو د لاسه مرسته ونه وېشلې شوه ٬ دا ضروري ده چې دغې صورتحال ته پام لرنه وكړې شي ٬ د اسرائيل زمه واري ده چې هغه داسې وكړي٬ مونږ د مصر سره هم كار كوو ۔ واضعه دې وي چې امرېكې په غزه كښې د مرستې رسنه باوري كولو لپاره د اقدامات په غرض په ابتدائي توګه د اسرائيل لپاره د 30 ورځو وخت وركړے ؤ او خبر دارے يې وركړے ؤ چې د داسې نه كولو په صورت به د امرېكې د اړخه د وسلې ترسيل كښې كټوتي كول وي۔ دغه نېټه اوس تېره شوې ده۔










