د سعودي عرب سره اړېكې د منطقې لپاره ضروري دي٬ ايران

رياض۔13 نومبر (اے پي پي) ايران وئېلي دي د سعودي عرب سره اړېكې د دواړو هېوادونو او د منطقې لپاره ضروري دي ۔ د العربيه تر مخه دا خبره د ايران نائب صدر محمد رضا عارف رياض كښې عرب اسلامك سرمشريزه غونډه كښې د ګډون نه بس بيان كښې كړې۔ محمد رضا عارف په دې خبره زور راوړو چې د دواړو هېوادونو دا اړېكې قوي كول ضروري دي ۔ د …

رياض۔13 نومبر (اے پي پي) ايران وئېلي دي د سعودي عرب سره اړېكې د دواړو هېوادونو او د منطقې لپاره ضروري دي ۔ د العربيه تر مخه دا خبره د ايران نائب صدر محمد رضا عارف رياض كښې عرب اسلامك سرمشريزه غونډه كښې د ګډون نه بس بيان كښې كړې۔ محمد رضا عارف په دې خبره زور راوړو چې د دواړو هېوادونو دا اړېكې قوي كول ضروري دي ۔ د سعودي عرب سره د ايران اړېكې كمزورې نه بلكې قوي كېږي به۔ ده ووئېل د سعودي عرب سره اړېكې د دواړو هېوادونو سره سره د منطقې اولس لپاره مهمې دي۔ ده ووئېل مونږ په ايران د اسرائيل د بريد د سعودي لخوا د غندلو ستائنه كوو ۔ ده سپيناوے وكړو چې د مملكت سره په ژورو اړېكو كښې به سيمه ايزه مرسته شامل وي۔