بيجنګ 11 نومبر(اے پی پی)د چين خارجه وزارت وياند لين جيان وئېلي دي د چين او پاكستان ترمينځه د شريك باور او مرستې كمزورې كولو هڅه به كاميابه نه شي۔د ګل په ورځ د چين مېډيا له مخې وياند ووئېل چين به د ترهه ګرۍ مخ نيوي كاروائۍ مخ په وړاندې بوتللو كښې د پاكستان ملاتړ روان ساتي ٬ د هېواد نه د بهر چينائي وګړو هلې ځلې او ادارو …
د چين او پاكستان ترمينځه د شريك باور او مرستې كمزورې كولو هڅه به كاميابه نه شي۔د چين خارجه وزارت وياند

مزید خبریں
بيجنګ 11 نومبر(اے پی پی)د چين خارجه وزارت وياند لين جيان وئېلي دي د چين او پاكستان ترمينځه د شريك باور او مرستې كمزورې كولو هڅه به كاميابه نه شي۔د ګل په ورځ د چين مېډيا له مخې وياند ووئېل چين به د ترهه ګرۍ مخ نيوي كاروائۍ مخ په وړاندې بوتللو كښې د پاكستان ملاتړ روان ساتي ٬ د هېواد نه د بهر چينائي وګړو هلې ځلې او ادارو سلامتيا به په ثابت قدمۍ سره حفاظت كوي۔ دواړه د چين پاكستان اړيكو لامينځه وړونكې ټول سازشونه ناكامولو او ترهه ګر تر خپل انجام رسولو عزم او صلاحيت لري۔لين جيان په دې خبره زور راوړو چې چين او پاكستان د سپرلې خيزې سټريټجك مرستې شراكتدار دي٬د چين او پاكستان ترمينځه شريك باور او د مرستې كمزورې كولو كومه هم هڅه به كاميابه نه شي۔ده ووئيل چين د پاكستان معاشي او سماجي پرمختګ او د خلقو د لارې د معاش ښه كولو ملاتړ به روان ساتي او د دواړه هېوادونه به په ټولو څانګو مرسته په مضبوطيا سره مخ په وړاندې بوځي دغسې چې د دواړو هېوادونو اولس ته ګټه ورسي۔










