سعودي عرب ٬ په ترهه ګرۍ كښې ككړو 3 كسانو ته د مرګ سزا وركړې شوه

رياض 08 نومبر (اے پی پی)په سعودي عرب كښې په ترهه ګرۍ كښې ككړو 3 ځايې وګړو ته د مرګ سزا په وركولو عملدرآمد شوے ۔اېس پي اے د سعودي داخله وزارت په اړه ووئېل په الجوف كښې په ترهه ګرۍ كښې ككړ 3 ځايې وګړو ته د مرګ سزا وركرې شوه ۔ځايې وګړي سعد بن بشير الرويلي٬سعد بن مسند الرويلي او نايل بن ذابل الرويلي د بهر هېواد ترهه …

رياض 08 نومبر (اے پی پی)په سعودي عرب كښې په ترهه ګرۍ كښې ككړو 3 ځايې وګړو ته د مرګ سزا په وركولو عملدرآمد شوے ۔اېس پي اے د سعودي داخله وزارت په اړه ووئېل په الجوف كښې په ترهه ګرۍ كښې ككړ 3 ځايې وګړو ته د مرګ سزا وركرې شوه ۔ځايې وګړي سعد بن بشير الرويلي٬سعد بن مسند الرويلي او نايل بن ذابل الرويلي د بهر هېواد ترهه ګرۍ تنظيم كښې په شاملېدو او د هغوي په احكامات عمل كولو او هېواد كښې تنظيم لپاره په كار كولو نيولے شوي وو٬په يادو شوو درېو واړو كسانو تور دا ؤ چې هغوي په هېواد كښې د غېر ملكي ترهه ګر تنظيم په احكامات عمل كولو سره د خپلې اډې جورولو هڅه كړې او د وسلې او چاودېدونكو توكو جوړولو تربيه ي ېترلاسه كړی۔تورونو په هېواد كښې د ترهه ګرۍ كاروائي هم كړي چې پكښې په امنيتي پوستو بريدونه شوي او په كومو كښې چې په ډيوټۍ موجود اهلكار مړه شوي۔امنيتي ډلو درې واړه تورن په نيولو د هغوي چالان د ترهه ګرۍ په خاص عدالت كښې وړاندې كړے ؤ چرته چې په درېو واړو جرم ثابتېدو سره هغوي ته د مرګ سزا ارولې شوې وه

مزید خبریں