د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ فرسټ كميټۍ سيمه ايز او نړيوال امن لپاره د پاكستان د وړاندې كړو 4 قراردادونو منظوري وركړه

ملګري ملتونه ۔8 نومبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ فرسټ كمېټۍ تېره ورځ د وسلو تخفيف په اړه د پاكستان لخوا د وړاندې كړو څلور قراردادونو منظوري وركړې ده چې مقصد يۍ سيمه ايز او نړيوال امن او سلامتيا ته وده وركول دي٬ دا قراردادونه د دې هدفونو سر كولو له د پاكستان د عزم عكاسي كوي ٬ هيله ده چې د دې قراردادونو مسودې به توثيق لپاره …

ملګري ملتونه ۔8 نومبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ فرسټ كمېټۍ تېره ورځ د وسلو تخفيف په اړه د پاكستان لخوا د وړاندې كړو څلور قراردادونو منظوري وركړې ده چې مقصد يۍ سيمه ايز او نړيوال امن او سلامتيا ته وده وركول دي٬ دا قراردادونه د دې هدفونو سر كولو له د پاكستان د عزم عكاسي كوي ٬ هيله ده چې د دې قراردادونو مسودې به توثيق لپاره راروانه مياشت عمومي اسمبلۍ ته وړاندې كړې شي۔’’ په سيمه ايزه توګه د وسلو تخفیف او په سيمه ايز او ذيلي تناظر كښې د باور بحالۍ اقدامات’’ په سرخط قراردادونه په اتفاق سره منظور كړے شول۔ “په سيمه ايز او ذېلي كچه د روايتي وسلو كنټرول” په سرخط د قرارداد د متن په حق كښې 179 رائے او به مخالفت كښې يوه كومه چې د هند وه رامخې ته شوه۔ دغسې اسرائيل په قراردادونو د شمېرې عمل كښې شريك نشو۔ د ملګرو ملتونو سفارتكارو د سيمه ايزې وسلې تخفیف، په روایتي وسلو د قابو موندلو او د اعتماد سازۍ اقدامات (سي بي اېمز )هدفونو ته وده وركولو له د پاكستان د اقدامات ستائنه كولو سره ووئيل دا قراردادونه نړيوال امن ، سلامتيا او استحکام ته ودې وركولو له د وسلو کنټرول، تخفیف او اعتماد سازۍ لپاره د سيمه ايز او د نړيوال نقطه نظر اهميت او ترسره كېدل تسليموي۔ دې څخه وړاندې د جوهري وسلو كارولو يا د دې د كارولو خطر په اړه د پاكستان لخوا د وړاندې كړي قرارداد په حق كښې 117 رائے راغلې ۔ په مخالفت كښې يۍ كومه رائے رامخې ته نشوه ۔ دغسې 64 غړو هېوادونو د شمېرې په عمل كښې برخه وانغستله۔

مزید خبریں