د چين صدر ډونلډ ټرمپ له د امريكې صدر په ټاكلے كيدو مباركي وركړه

بیجنګ ۔7 نومبر(اے پی پی) د چين صدر شي جن پنګ ډونلډ ټرمپ له د امريكې صدر په ټاكلے كېدو مباركي وركړې ده۔ د شنهوا له مخې د چين صدر په دواړو هېوادونو زور راوړو چې هغوي په نوي دور كښې يو بل سره د تللو سمه لاره ولټوي٬ دغسې چې دواړو هېوادونو سره سره ټولې نړۍ ته ګټه ورسي۔ ده ووئيل مستحکمو، پياوړو او تلپاتې اړيكو او دوه اړخيزه …

بیجنګ ۔7 نومبر(اے پی پی) د چين صدر شي جن پنګ ډونلډ ټرمپ له د امريكې صدر په ټاكلے كېدو مباركي وركړې ده۔ د شنهوا له مخې د چين صدر په دواړو هېوادونو زور راوړو چې هغوي په نوي دور كښې يو بل سره د تللو سمه لاره ولټوي٬ دغسې چې دواړو هېوادونو سره سره ټولې نړۍ ته ګټه ورسي۔ ده ووئيل مستحکمو، پياوړو او تلپاتې اړيكو او دوه اړخيزه شريكې ګټې له به كار كوؤ او د نړيوالې ورورولۍ هيلې به ترسره كوؤ۔ ده هيله ولرله چې دواړه فريق به د دوه اړخيزه احترام او په سوله ايز ډول يو بل سره د پاتې كېدو اصول په ځاے ساتي٬ خبرې اترې او تړون به لا پياوړې كولې شي ٬ اختلافات به په مناسب ډول منظم كولې شي او دوه اړخيزه ګټوره همكاري به پراخه كولې شي

مزید خبریں