سعودي ولي عهد ډونلډ ټرمپ له په ټاكنو كښې د كاميابۍ په ترلاسه كولو مباركي وركړه

ریاض۔7نومبر(اے پی پی) سعودی ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په امريكائي صدارتي ټاكنو د كاميابۍ په ترلاسه كولو ډونلډ ټرمپ له د ټېلېفوني تماس د لارې مباركي وركړې ده۔ د اېس پی اے له مخې ولي عهد شهزاد محمد بن سلمان په امريكائي صدارتي ټاكنو كښې په ښكاره اكثريت ترلاسه كولو ډونلډ ټرمپ له مباركي وركولو سره د مملكت او امريكا ترمينځه د تاريخي او …

ریاض۔7نومبر(اے پی پی) سعودی ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په امريكائي صدارتي ټاكنو د كاميابۍ په ترلاسه كولو ډونلډ ټرمپ له د ټېلېفوني تماس د لارې مباركي وركړې ده۔ د اېس پی اے له مخې ولي عهد شهزاد محمد بن سلمان په امريكائي صدارتي ټاكنو كښې په ښكاره اكثريت ترلاسه كولو ډونلډ ټرمپ له مباركي وركولو سره د مملكت او امريكا ترمينځه د تاريخي او استراتيجيكي اړيكو لا مستحكم كولو او د هغه په مشرۍ كښې د امريكائي اولس د سوكالۍ او پرمختګ هيله څرګنده كړه۔ له بلې خوا امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ په مباركۍ د ولي عهد مننه كولو سره امريكائي اولس لپاره د هغه د جذېاتو او احساساتو ستائنه وكړه۔

مزید خبریں