عبدالحمید تبسم واشنګټن۔6نومبر(اے پی پی) په امريكا كښې د صدارتي ټاكنو عمل حتمي پړاؤ ته رسېدلے دے۔ 18 کروړ څخه زيات ووټران د خپلې رائے كارولو جوګهه دي۔ دا ځل د ری پبلکن كانديد ډونلډ ټرمپ او ډېموکرېټک كانديدې کملا هېرس ترمينځه د سختې مقابلې امكان ښكاره كړے شوے۔ په امریکا كښې د 6 بېلو ټائمونو زونز له امله په بېلو رياستونو كښې د پولنګ د پېل كېدو او ختمېدو …
د امريكې صدارتي ټاكنو 5 پړاؤنه كوم يو دي؟ د اليكټورل كالج اهميت د ټاكنو عمل څخه زيات ولې دے ؟ خوندور معلومات

مزید خبریں
عبدالحمید تبسم
واشنګټن۔6نومبر(اے پی پی) په امريكا كښې د صدارتي ټاكنو عمل حتمي پړاؤ ته رسېدلے دے۔ 18 کروړ څخه زيات ووټران د خپلې رائے كارولو جوګهه دي۔ دا ځل د ری پبلکن كانديد ډونلډ ټرمپ او ډېموکرېټک كانديدې کملا هېرس ترمينځه د سختې مقابلې امكان ښكاره كړے شوے۔ په امریکا كښې د 6 بېلو ټائمونو زونز له امله په بېلو رياستونو كښې د پولنګ د پېل كېدو او ختمېدو وخت جلا جلا پاتې شو۔ د امريكې د صدارتي ټاكنو عمل زيات خوندور او په 5 پړاؤنو مشتمل يو مهم سنګ ميل دے۔ دا پړاؤنه پرائمری او کاکس، قامي کنونشن، د ټاكنو كمپائن ، د الېكشن (مقبول ووټ) او الېکټورل کالج دے۔ دا پړاؤنه څخه معنی لري ؟ په دې د ځان پوهولو هڅه كوؤ۔ اولنے پړاؤ( پرائمری او کاکس): دا عمل پرائمری او کاکسز سره پېل كيږي۔ په دې پړاؤ كښې د سياسي ګوند كانديد د خپل ګوند د غړو ملاتړ ترلاسه كولو له كمپائن چلوي۔ دويم پړاؤ (قامي کنونشن): په دې پړاؤ كښې هر يو ګوند د خپلو صدارتي او نائب صدارتي كانديدانو ټاكلو له يو قامي كنونشن كوي۔ دلته د ګوند پلېټ فارمز ته حتمي شكل وركولې شي او د نومولو شوو وګړو په باضابطه توګه اعلان كولې شي۔ دريم پړاؤ ( د ټاكنو كمپائن): كنونشن څخه وروستو نومولے كانديد د ټول ټاكنو كمپائن پېل كوي۔ په دې كښې بحث مباحثه كول ٬ تشهيري كمپائن چلول او خپل بنيادي ووټران جمع كول شامل دي۔ څلورم پړاؤ ( ټول ټاكنې (مقبول ووټ)): په امريكا كښې د ټاكنو ورځ وړاندې څخه ټاكلې شوې ده۔ دا ټاكنې هر څلور كاله پس په ليپ كال كښې د نومبر مياشتې اولنۍ ګل ورځې څخه وروستو د نهې په ورځ كيږي۔ په دې څلورم پړاؤ كښې د الېکټورل کالج 538 ووټرانو ټاكنه كولې شي۔ پنځم پړاؤ(الېکټورل کالج (الېکټرز ووټ)): پنځم پړاؤ یعنی الېکټورل کالج تر ټولو زيات مهم دے۔ د صدر ټاكنه په حقيقت كښې د الېکټورل کالج د لارې كيږي۔ په كوم كښې چې د 50 رياستونو او ډسټرکټ آف کولمبیا په مجموعي توګه 538 ووټران د ګېم بدلولو حېثيت لري۔ صدارتي چوكۍ ته رسېدو لپاره كوم هم كانديد له 270 څخه زيات ووټونه ترلاسه كول وي۔ د ټاكنو عمل حتمي نتيجې ته رسېدو لپاره په ځينو نورو حقائقو ځان پوهول هم ضروري دي۔ امريكائي آئين صدارتي كانديدانو له د بنيادي تقاضو تعين كوي۔ د كانديد عمر بايد لږ تر لږ 35 كاله وي او هغه 14 كالو څخه د امريكا اوسېدونكے وي۔ د الېکټورل کالج نظام د كوچنو او لويو رياستونو ګتې متوازن ساتلو له جوړ كړے شوے۔ كه كوم كانديد 270 الېکټورل ووټونه ترلاسه نه كړي نو ایوان نمائندګان بيا د صدر ټاكنه كوي۔ دا خبره هم د غور وړ ده چې د الېكټورل كالج ټاكنه د هر يو رياست د مقننه د لارې كولې شي او دا عمل په هر يو رياست كښې مختلف وي۔ د ټاكنو عمل بشپړېدو څخه وروستو د الېکټورل کالج ذمه وارۍ ترسره شي او هغوي د اقتدار په منتقلۍ كښې نور كوم كردار نه لري










