ډونلډ ټرمپ د وژلې شوي جمهور رئيس جان ايف كېنډي انجام سره مخ كېدے شي ۔ د روس خبردارے

ماسكو۔04 نومبر (اے پي پي) روس وئېلې دي د رېپبلكن كانديد ډونلډ ټرمپ د پخواني جمهور رئيس جان ايف كنډي د انجام سره مخ كېدے شي ٬ د العربيه تر مخه د روسيه د سلامتي كونسل دوهم چيئرمېن ديمتري مېدويديف وئېلې دي د امرېكائي صدارت لپاره كه رېپبلكن كانديد ډونلډ ټرمپ وګټله نو په يوكرېن كښې به جنګ غلے نه كړے شي ۔ د هغه وېنا وه كه هغه د …

ماسكو۔04 نومبر (اے پي پي) روس وئېلې دي د رېپبلكن كانديد ډونلډ ټرمپ د پخواني جمهور رئيس جان ايف كنډي د انجام سره مخ كېدے شي ٬ د العربيه تر مخه د روسيه د سلامتي كونسل دوهم چيئرمېن ديمتري مېدويديف وئېلې دي د امرېكائي صدارت لپاره كه رېپبلكن كانديد ډونلډ ټرمپ وګټله نو په يوكرېن كښې به جنګ غلے نه كړے شي ۔ د هغه وېنا وه كه هغه د جنګ بندولو هڅه وكړه نو هغه وژلے كېدے شي۔ د روسيه پخوانے صدر څوك جې د متنازعه بيانونو لپاره نوم لري وئېلې دي د امرېكې په ټاكنو كښې به د روس لپاره هيڅ بدل نشي ۔د كانديدانو موقف روس له ماتې وركولو ته مركوز دے كوم چې د دوارو ګوندونو تر مينځه د اتفاق رائے لرلو پورا عكاسي كوي۔هغه ووئېل د ډېمو كرېټك كانديده كملا يرس نادانه ٬ تجربه نه لرونكې او خود سره ده ۔ هغه به د ځان ګېر چاپېره د هر سړي نه يره لري ۔په هېواد په حقيقت كښې حكومت كوونكو څو وزيرانو او د مرستيالو سره به د اوباما د كورنۍ خلق وي۔ هغه ووئېل بس يو څيز مهم دے چې امرېكائي رئيس ته به لرې سيمو كښې جنګ كولو له پیسه تر لاسه شي ٬ يعنې څومره پېسې به يوكرېن او څومره به په مينځني ختيز كښې د اسرائيل لپاره د امرېكې صدر له وركول وي۔