اسرائيلي پوځ د لبنان بعلبك سيمه د خالي كولو نوے امر جاري كړو

بېروت ۔ 4 نومبر(اے پي پي) د اسرائیل پوځ په ختيز لبنان كښې د بعلبك سيمې خالي كولو غوښتنه كولو سره خبردارے وركړے چې هغوي دغلته او دې سره پېوست كلي دورېس كښې د حزب په پټو ژالو بريد كولو له چمتو دے۔ د العربیه له مخې د اسرائیلی پوځ وياند افیخائی ادرعی د بعلبک او دوریس اوسېدونكو ته په اېكس خپل پوسټ كښې ووئيل تاسو دا مهال د حزب …

بېروت ۔ 4 نومبر(اے پي پي) د اسرائیل پوځ په ختيز لبنان كښې د بعلبك سيمې خالي كولو غوښتنه كولو سره خبردارے وركړے چې هغوي دغلته او دې سره پېوست كلي دورېس كښې د حزب په پټو ژالو بريد كولو له چمتو دے۔ د العربیه له مخې د اسرائیلی پوځ وياند افیخائی ادرعی د بعلبک او دوریس اوسېدونكو ته په اېكس خپل پوسټ كښې ووئيل تاسو دا مهال د حزب تنصيبات او اثاثو ته نزدې يۍ كومې به چې د اسرائيل دفاعي پوځونه په نزدې راتلونكې كښې په نخښه كوي۔ پوځ په يو بيان كښې وئيلي دي د اسرائیل فضائیې لبنان څخه په اسرائيل د توغولے شوو يو شمېر ګولو مخه نيولې او ځيې نورې په پراخه مېدانونو كښې پرېوتې دي۔ د لبنان د روغتيا وزارت د شمېرو له مخې د اسرائيلي او لبناني وسله وال تحريك حزب ترمينځه 23 ستمبر څخه يوه سخته نښته روانه ده په كومه كښې چې د لبنان 1,900 څخه زيات وګړي وژل شوي دي۔ اسرائيلي پوځ وئيلي دي چې 30 ستمبر څخه د زمكيزې كارروايۍ پېل كېدو څخه وروستو تر دې دمه 38 پوځيان وژلې شوي دي