په ایکواډور كښې ترافيكي پيښه ٬ 10 كسان مړه

کوېټو۔4 نومبر(اے پی پی) په اېكواډور كښې په يوه ستره لاره د رامخې ته شوې ترافيكي پېښې په نتيجه كښې 10 كسان مړه شوي دي۔ شنهوا د اېکواډور د نېشنل اېمرجنسي سروس تر مخه ووئيل د اېکواډور مورونا سینټیاګو ولايت په ستره لاره سفر كونكے پك اپ ټرك پاؤټ درياب ته نزدے يوې ژورې كندې ته پرېوت۔ د سینټیاګو ډی مېنډیز فائر ډیپارټمنټ مشر کورډیرو په پېښه كښې د 10 …

کوېټو۔4 نومبر(اے پی پی) په اېكواډور كښې په يوه ستره لاره د رامخې ته شوې ترافيكي پېښې په نتيجه كښې 10 كسان مړه شوي دي۔ شنهوا د اېکواډور د نېشنل اېمرجنسي سروس تر مخه ووئيل د اېکواډور مورونا سینټیاګو ولايت په ستره لاره سفر كونكے پك اپ ټرك پاؤټ درياب ته نزدے يوې ژورې كندې ته پرېوت۔ د سینټیاګو ډی مېنډیز فائر ډیپارټمنټ مشر کورډیرو په پېښه كښې د 10 كسانو د مړينې تصديق كولو سره ووئيل د مړو شوو كسانو تعلق د دوه كورنيو سره وو او په دې كښې كوچنيان هم شامل دي