کویت كښې د 489 كسانو شهریت د منسوخ کولو پرېكړه

کویت سټي 01نومبر (اے پي پي) د کویتي قومیت تحقیقات كونكې سپریم کمیټي په 489 مقدمو كښې د کویتي شهریت د بېرته اغستو پرېكړه كړې ده ۔ د ګلف نیوز تر مخه د کویتي شهریت تحقیقات لپاره د سپریم کمیټي غونډه وشوه ، د كومې مشري چې اول نائب وزیراعظم، وزیر دفاع او داخله وزير شیخ فهد یوسف سعود الصباح كوله ۔کویت په تېرو څو مياشتو كښې د سوونو كسانو …

کویت سټي 01نومبر (اے پي پي) د کویتي قومیت تحقیقات كونكې سپریم کمیټي په 489 مقدمو كښې د کویتي شهریت د بېرته اغستو پرېكړه كړې ده ۔ د ګلف نیوز تر مخه د کویتي شهریت تحقیقات لپاره د سپریم کمیټي غونډه وشوه ، د كومې مشري چې اول نائب وزیراعظم، وزیر دفاع او داخله وزير شیخ فهد یوسف سعود الصباح كوله ۔کویت په تېرو څو مياشتو كښې د سوونو كسانو نه شهریت بېرته راغستے دے ځكه چې چارواكو د شهریت په تر لاسه كولو كښې د جعل سازو، دھوکه كوونكو او د دغسې خلقو د پردې لرې كولو کار جاري ساتلے دے ۔یاد دې وي چې د تېر 20 ستمبر نه پس دا د کویتي شهریت بېرته اغستو تر ټولو لويه پیښه ده ٬ د دې نه وړاندې سپریم کمیټي د 112 كسانو نه شهریت بېرته اغستے ؤ ۔د میډیاتر مخه فیصله كښې د دغې كسسانو د کفالت لاندې كسانو شهریت منسوخ کول هم شامل دي۔