ملګري ملتونه 01 نومبر (اے پي پي) د اسرائيل پوځ په لويديزه غاړه كښې د فلسطينيانو كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ريليف اينډ وركس ايجنسي (يو اين آر ډبليو اے) دفتر د بلډوزر څخه تباه كړو۔ د العربيه له مخې د ملګرو ملتونو ريليف اينډ وركس ايجنسۍ (يو اين آر ډبليو اے) كمشنر جنرل فلپ لازاريني په ايكس خپل پوسټ كښې ووئيل د اسرائيل بلډوزرز لوزيديزه غاړه كښې نور شمس …
د اسرائيل پوځ لويديزه غاړه كښې د ملګرو ملتونو دفتر تباه كړو

مزید خبریں
ملګري ملتونه 01 نومبر (اے پي پي) د اسرائيل پوځ په لويديزه غاړه كښې د فلسطينيانو كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ريليف اينډ وركس ايجنسي (يو اين آر ډبليو اے) دفتر د بلډوزر څخه تباه كړو۔ د العربيه له مخې د ملګرو ملتونو ريليف اينډ وركس ايجنسۍ (يو اين آر ډبليو اے) كمشنر جنرل فلپ لازاريني په ايكس خپل پوسټ كښې ووئيل د اسرائيل بلډوزرز لوزيديزه غاړه كښې نور شمس كيمپ كښې د ايجنسۍ دفتر د بلډوزرو په مرسته تباه كړے۔ده ووئيل دفتر ته لويې زيان لرسيدلے او اوس د كارولو جوګه نه دے پاتي۔بل پلو اسرائيل د دې تور ترديد كړے ۔ دا خبره دې ياده وي چې د ګل په ورځ اسرائيل د ملګرو ملتونو ريليف اينډ وركس ايجنسۍ (يو اين آر ډبليو اے) اسرائيل كښې دننه او مقبوضه بيت المقدس كښې په هلو ځلو د بنديز يو بل پاس كړے ؤ۔په كوم چې په نړيواله كچه سخت غبرګون رامخې ته شوے







