سعودي عرب به د نومبر په 11مه نېټه د عرب اسلامي مشرانو غونډې كوربتوب كوي

رياض 31 اكتوبر (اے پي پي)سعودي عرب به د نومبر په 11مه نېټه رياض كښې د شريكې عرب اسلامي فالو اپ مشرانو غونډې كوربتوب كوي چې پكښې د منطقې صورتحال٬فلسطين او په لبنان د اسرائيلي يرغل په اړه د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔د اېس پي اے له مخې دا اقدام د شاه سلمان بن عبداعلزيز په هدايت او د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان نورو عرب او اسلامي هېوادنو …

رياض 31 اكتوبر (اے پي پي)سعودي عرب به د نومبر په 11مه نېټه رياض كښې د شريكې عرب اسلامي فالو اپ مشرانو غونډې كوربتوب كوي چې پكښې د منطقې صورتحال٬فلسطين او په لبنان د اسرائيلي يرغل په اړه د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔د اېس پي اے له مخې دا اقدام د شاه سلمان بن عبداعلزيز په هدايت او د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان نورو عرب او اسلامي هېوادنو مشرانو سره په ګډه د شوو هڅو تسلسل دے۔۔سعودي عرب د فلسطين اولس په ضد د اسرائيلي جرائمو٬خلاف ورزو او د بريدونو غندنې پخلے كړے۔ دغسې د لبنان خپلواكۍ او سيمه ايزې سالمتيا كمزورې كولو لپاره د شوو اسرائيلي هڅو هم غندنه كړې۔