د سعودی ولی عهد سره د نړيوالو لارښودو ملاقاتونه

ریاض 30 اكتوبر (اے پي پي) د سعودی ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان سره ریاض كښې د اردن ولی عهد شهزاده الحسین بن عبدالله دوم، د بھوټان بادشاه، د سېنیګال صدر، باسیر دیو مائی او د ویتنام وزیراعظم فام منه چن ملاقاتونه كړې دي ۔اردو نیوز له مخې د اردن همڅنګ سره ملاقات كښې د دواړو هېوادونو او اولس ترمينځه د ورورولۍ اړيكو او شريكې ګټې د جارو جاج …

ریاض 30 اكتوبر (اے پي پي) د سعودی ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان سره ریاض كښې د اردن ولی عهد شهزاده الحسین بن عبدالله دوم، د بھوټان بادشاه، د سېنیګال صدر، باسیر دیو مائی او د ویتنام وزیراعظم فام منه چن ملاقاتونه كړې دي ۔اردو نیوز له مخې د اردن همڅنګ سره ملاقات كښې د دواړو هېوادونو او اولس ترمينځه د ورورولۍ اړيكو او شريكې ګټې د جارو جاج واخستلې شو۔ د سېنیګال صدر سره ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو او بېلو څانګو كښې د شريكې مرستي د موقعو جاج واخستلے شو۔دغسې د ویتنام وزیراعظم سره ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ته ودي وركولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د سعودی وزيران او نور اعلیٰ عهدیدار هم موجود وو۔