غزه 29 اکتوبر (اے پي پي) د شمالي غزه په بيت لاهيا سيمه كښې په استوګنې ودانۍ د اسرائيل په بريد كښې د شهيدو شوو فلسطينيانو شميره 65 ته رسيدلې ده او په دې مهال ګڼ شمير كسان ژوبل شوي هم دي۔ د شنهوا له مخې په غزه كښې جوړ د هيلتھ اتھارټيز فيلډ هسپتال ډائريکټر مروان الحمس د نهي په ورځ ووئيل د شمالي غزه په بيت لاهيا سيمه …
په شمالي غزه د اسرائيل په بريد كښې د شهيدو شوو فلسطينيانو شميره 65 ته ورسيده

مزید خبریں
غزه 29 اکتوبر (اے پي پي) د شمالي غزه په بيت لاهيا سيمه كښې په استوګنې ودانۍ د اسرائيل په بريد كښې د شهيدو شوو فلسطينيانو شميره 65 ته رسيدلې ده او په دې مهال ګڼ شمير كسان ژوبل شوي هم دي۔ د شنهوا له مخې په غزه كښې جوړ د هيلتھ اتھارټيز فيلډ هسپتال ډائريکټر مروان الحمس د نهي په ورځ ووئيل د شمالي غزه په بيت لاهيا سيمه كښې په يوه استوګنې ودانۍ د اسرائيل په بريد كښې تر اوسه 65 فلسطينيان شهيدان او يو شمير ژوبل شوې دي۔ په غزه كښې د فلسطين د شهري دفاع وياند محمود بسال ووئيل د اسرائيل پوځ مونږ ته د شمالي غزه خالي کولو امر كړے دغسې چې زيات قتل عام وكړي۔ ځائې شاهدانو ووئيل د اسرائيل پوځ په بيت لاهيا كښې په يوه ودانۍ بريد كولو سره هغه په بشپړه ډول تباه كړې۔ د شاهدانو له مخې شمالي غزه كښې د طبي او شهري دفاع ډلو كمي په وجه وګړي د مړو په لاسونو راوېستلو مجبور دي۔د اسرائيل پوځ تر اوسه د پېښي په اړه كومه تبصره نه ده كړې ۔







