د اسرائيل پارلمان د فلسطين كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په كاركونكې اداره د بندېز لګولو منظوري وركړه

ملګري ملتونه۔ 29 اكتوبر(اے پي پي) د اسرائيل پارلمان د فلسطين كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو كار كونكې اداره يو اين آر ډبليو اے باندې په اسرائيل او د اسرائيل د قبضې لاندې ختيز بېت المقدس كښې د كار كولو نه منع كولو لپاره په دريو مياشتو كښې دننه د قانون سازۍ منظوري وركړې ده۔ د بي بي سي تر مخه د مجوزه اسرائيلي قانون تر مخه د فلسطين كډوالو …

ملګري ملتونه۔ 29 اكتوبر(اے پي پي) د اسرائيل پارلمان د فلسطين كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو كار كونكې اداره يو اين آر ډبليو اے باندې په اسرائيل او د اسرائيل د قبضې لاندې ختيز بېت المقدس كښې د كار كولو نه منع كولو لپاره په دريو مياشتو كښې دننه د قانون سازۍ منظوري وركړې ده۔ د بي بي سي تر مخه د مجوزه اسرائيلي قانون تر مخه د فلسطين كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ريليف اېنډ وركس ايجنسۍ (يو اين آر ډبليو اے ) د ملازمانو او د اسرائيل چارواكو تر مينځه په رابطو به هم بندېز وي چې ورسره به د ايجنسۍ په غزه او د اسرائيل په قبضه سيمو كښې خدمات محدود شي ۔ د يو اين آر ډبليو اے د اسرائيل پوځ سره رابطه ځكه ضروري ده جې د اسرائيل پوځ غزه ته تلونكې ټولې لارې په خپله ولقه كښې اغستې دي او يو اين آر ډبليو اے له د جنګ نه تباه شوې غزه كښې د مرستې ورسولو لپاره دغه لارې استعمالول وي۔ د مجوزه قانون تر مخه به يو اين آر ډبليو اے ته اوس د اسرائيل دننه قانوني استثنا تر لاسه نه وي او مشرقي بېت المقدس كښې به د ايجنسۍ مركزي دفتر هم بند كړے شي۔ د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېس د اسرائيل په دې اقدام اندېښنه ښكاره كولو سره د فلسطين كډوالو لپاره دا د تباهۍ وړ ګړځولے اقدام دے۔ هغه ووئېل په دې قوانين عمل درآمد به د اسرائيل فلسطين شخړې هواري او په مجموعي توګه د منطقې امن او سلامتيا له زيان مند وګرځي۔هغه ووئېل د يو اين آر ډبليو اے متبادل نشته او دا ايجنسي د منطقې استجكام لپاره ضروري ده۔د يو اين آر ډبليو اے مشر فلپ لازاريني وېنا ده چې د اسرائيل دې اقدام سره به د فلسطنيانو ستونزې لا زياتې شي ٬ دغسې امرېكې ٬ برطانيې ٬ فرانس ٬ اسټرېليا او د جرمني پشمول بېلو هېوادونو د اسرائيل انتظاميه په دې اقادام د سختې اندیښنې څرګندونه كړې ده ۔ د برطانيې خارجه وزير ډيوډ ليمي دا په بشپړه توګه ناسمه او غېر مناسب پرېكړه ګرځولېد ه ۔