سلامتي کونسل دې په ايران د اسرائيلي بريدونو غندنه وكړي۔ايران

تهران 28 اکتوبر (اے پي پي) ايران د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل څخه غوښتنه كړې چې يوه ورځ وړاندې د اسرائيل د اړخه د شوي بريدونو غندنه دې وكړې شي۔ العربيه له مخې د ايران خارجه وزير عباس عراقچي په دې لړ كښې ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل په نامه خط كښې په سمسدتي توګه د سلامتي کونسل په غونډي رابللو زور راوړې۔ده غوښتنه وكړه چې سلامتي کونسل دې د اسرائيلي …

تهران 28 اکتوبر (اے پي پي) ايران د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل څخه غوښتنه كړې چې يوه ورځ وړاندې د اسرائيل د اړخه د شوي بريدونو غندنه دې وكړې شي۔ العربيه له مخې د ايران خارجه وزير عباس عراقچي په دې لړ كښې ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل په نامه خط كښې په سمسدتي توګه د سلامتي کونسل په غونډي رابللو زور راوړې۔ده غوښتنه وكړه چې سلامتي کونسل دې د اسرائيلي جارحيت په ضد د پريكړې وړ پوزيشن اخستلو سره د دې بريد غندنه وكړي۔عباس عراقچي ووئيل د اسرائيل د اړخه زياتره فائر کړې شوي توغندي د ايران دفاعي نظام منع كړې ، بيا هم د بريد په نتيجه په نښه كرې شوي ځايونو ته زيان رسيدلې او 4 سپاهيان شهيدان شوي۔ده ووئيل د اسرائيل بريد د ايران د خپلواكۍ او سلامتيا ښكاره خلاف ورزي وه۔دا خبره دې ياده وي چې د خالي په ورځ اسرائيل د ايران په پوځي تنصيباتو بريد كړې ؤ۔