سعودي عرب، خليجي هېوادونو او او آئي سي په ايران د اسرائيل د بريدونو غندنه وكړه

رياض 28 اکتوبر (اے پي پي) سعودي عرب، خليجي هېوادونو او او آئي سي په ايران د اسرائيلي بريدونو غندنه كړې ده۔اېس پي اے له مخې د سعودي عرب د اړخه جاري شوې بيان كښې سيمه كښې تاؤ ترېښوالې او شخړې زياتول مسترد کولو په اړه د هېواد په كلك موقف زور راوړې شوي ٬ دې سره د سيمي هېوادونو او اولس سلامتيا او استحکام ته خطر دے۔سعودي عرب په …

رياض 28 اکتوبر (اے پي پي) سعودي عرب، خليجي هېوادونو او او آئي سي په ايران د اسرائيلي بريدونو غندنه كړې ده۔اېس پي اے له مخې د سعودي عرب د اړخه جاري شوې بيان كښې سيمه كښې تاؤ ترېښوالې او شخړې زياتول مسترد کولو په اړه د هېواد په كلك موقف زور راوړې شوي ٬ دې سره د سيمي هېوادونو او اولس سلامتيا او استحکام ته خطر دے۔سعودي عرب په ټولو ډلو زور راوړې چې د زيات تحمل مظاهره وكړي او زيات شوې تاؤ ترېښوالې كم كړي۔جي سي سي هېوادونو د اړخه جاري شوې بيان كښې وئيلي شوې چې د خليجي مرستي کونسل د هېوادونو ښه ګاونډيتوب، كورنيو چارو كښې عدم مداخلت او د رياستونو خپلواكۍ احترام په اصولو اډانه سفارتکارۍ عمل كوي۔بل پلو اسلامي مرستي تنظيم (او آئي سي) ههم د بريد غندنه كړې او په نړيواله ورورولۍ او فعاله قوتونو ئې زور راوړې چې تاؤ ترېښوالي كمولو او تشدد ختمولو له كار وكړي