ماسکو 22 اکتوبر (اے پي پي) روسيه وئيلي دي شمالي کوريا سره مرستې ته په هره څانګه كښې وده وركوٶ٬ په دې چا له د پرېشانه كېدو ته حاجت نشته۔ د تاس له مخې دا خبره د روسيه حكومتي وياند ديمتري پيسکوف خپل يو بيان كښې كړې ۔ ده ووئيل مونږ د خپلواكۍ دا حق لرو چې شمالي کوريا سره مرستې ته په هره څانګه كښې وده وركړو٬ دا مرسته …
شمالي کوريا سره مرستې ته په هره څانګه كښې وده وركوٶ٬ په دې چا له پرېشانه كېدو ته حاجت نشته۔ روسيه

مزید خبریں
ماسکو 22 اکتوبر (اے پي پي) روسيه وئيلي دي شمالي کوريا سره مرستې ته په هره څانګه كښې وده وركوٶ٬ په دې چا له د پرېشانه كېدو ته حاجت نشته۔ د تاس له مخې دا خبره د روسيه حكومتي وياند ديمتري پيسکوف خپل يو بيان كښې كړې ۔ ده ووئيل مونږ د خپلواكۍ دا حق لرو چې شمالي کوريا سره مرستې ته په هره څانګه كښې وده وركړو٬ دا مرسته د كوم بل هېواد په ضد نه ده او نه چا له په دې د پرېشانه كېدو حاجت شته ۔ ده ووئيل شمالي کوريا د روسيه نزدې ګانډي هېواد او شراكتدار دے٬ مونږ به دوي سره اتحاد ته لا وده وركوٶ۔







