سعودي عرب د بشري حقونو په سختو خلاف ورزو اسرائيل انصاف سره د مخ كولو غوښتنه وكړه

رياض 22 اکتوبر(اے پی پی)سعودي عرب د فلسطينيانو په ضد د اسرائيل د سنګينو بشري حقونو د خلاف ورزو سخته غندنه كړې ده ۔د العربيه له مخې د سعودي خارجه وزارت د شمالي غزه د بيت لاهيه سيمه كښې د اسرائيل د قابضو ځواكونو لخوا په كورونو د بمبارۍ په سختو ټكو غندنه كړې ده ۔سعودي عرب د نړيوالې ورورولۍ په خاص توګه د سلامتيا كونسل مستقل غړو څخه غوښتنه …

رياض 22 اکتوبر(اے پی پی)سعودي عرب د فلسطينيانو په ضد د اسرائيل د سنګينو بشري حقونو د خلاف ورزو سخته غندنه كړې ده ۔د العربيه له مخې د سعودي خارجه وزارت د شمالي غزه د بيت لاهيه سيمه كښې د اسرائيل د قابضو ځواكونو لخوا په كورونو د بمبارۍ په سختو ټكو غندنه كړې ده ۔سعودي عرب د نړيوالې ورورولۍ په خاص توګه د سلامتيا كونسل مستقل غړو څخه غوښتنه كړې چې هغوي د مقبوضه بيت المقدس اسلامي مقدسو ځايونو او د فلسطين رياست كښې د بې ګناه وګړو په ضد د روانو سنګينو خلاف ورزو نوټس واخلي او اسرائيل د دې خلاف ورزو په اړه انصاف سره مخ كړي۔دغسې سعودي عرب غزه كښې د سمدستي جنګ بندۍ او د وينې تويولو بندلولو غوښتنه وكړه۔