کابل۔22اکتوبر(اے پی پی) د افغانستان په غزني ولايت كښې د يوې چاؤدنې پېښه كښې 3 كوچنيان په حق رسېدلي او 3 نور ټپيان شوي دي۔ د شنهوا له مخې د صوبائي پوليس وياند وئيلي چې د چاؤدنې دا پېښه تېره ورځ په قره باغ اولسوالۍ كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې كوچنيانو د آلو په فارم كښې كار كولو۔ ده ووئيل د ډیوائس چاؤدلو په نتيجه كښې 3 …
افغانستان ، په غزني ولايت كښې د چاؤدنې پيښه ٬ 3 كوچنيان مړه ٬ 3 نور ژوبل

مزید خبریں
کابل۔22اکتوبر(اے پی پی) د افغانستان په غزني ولايت كښې د يوې چاؤدنې پېښه كښې 3 كوچنيان په حق رسېدلي او 3 نور ټپيان شوي دي۔ د شنهوا له مخې د صوبائي پوليس وياند وئيلي چې د چاؤدنې دا پېښه تېره ورځ په قره باغ اولسوالۍ كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې كوچنيانو د آلو په فارم كښې كار كولو۔ ده ووئيل د ډیوائس چاؤدلو په نتيجه كښې 3 كوچنيان په ځايې مړه او 3 نور ژوبل شول كوم چې روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو رابطه دفتر په خپل رپورټ كښې وئيلي دي چې جنګ ځپلي افغانستان كښې د روان كال په اولنو شپږ مياشتو كښې د مائن او چاؤدېدونكو نورو توكو د چاؤدلو په نتيجه كښې 292 كسان مړه شوي دي په كومو كښې چې زياتره كوچنيان شامل دي۔







