د متحده عرب امارات صدر په درناوي كښې د هغه د روسيه هم منصب ولاديمير پيوټن د ماسخوتن مېلمستياﺀ

ماسكو 21اکتوبر(اے پی پی)د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زايد النهيان د روسيې فېډرېشن صدر ولايمير پيوټن لخوا په وركړې دماسخوتن مېلمستياﺀ كښې ګډون كړے ۔د متحده عرب امارات خبري اژانس وام له مخې د ګل په ورځ په ماسكو كښې د ماسخوتن مېلمستياﺀ په موقع شېخ محمد بن زايد النهيان او صدر ولاديمير پيوټن ترمينځه د شوي ملاقات په مهال خبرې اترې وشوې۔صدر شيخ محمد بن زايند …

ماسكو 21اکتوبر(اے پی پی)د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زايد النهيان د روسيې فېډرېشن صدر ولايمير پيوټن لخوا په وركړې دماسخوتن مېلمستياﺀ كښې ګډون كړے ۔د متحده عرب امارات خبري اژانس وام له مخې د ګل په ورځ په ماسكو كښې د ماسخوتن مېلمستياﺀ په موقع شېخ محمد بن زايد النهيان او صدر ولاديمير پيوټن ترمينځه د شوي ملاقات په مهال خبرې اترې وشوې۔صدر شيخ محمد بن زايند النهيان د متحده عرب امارات او روس اړيكو مستحكم كولو لپاره په جاري عزم د پيوټن مننه وكړه او د هغه د روسيه اولس پرله پسې خوشحالو لپاره يې د نيكو خواهشاتو څرګندونه وكړه ۔دغسې د روسيه صدر د شيخ محمد بن زايد النهيان د دورې هركلے وكړو او د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو قوي كولو او هغه تر سټريټجك شراكتدارۍ كچې ته رسولو له يې د هغه د هڅو ستائنه وكړه۔