ميانمار كښې 11 مړي د سمندر څخه راويستلے شول

ينګون21اکتوبر(اے پی پی)په ميانمار كښې د بېړۍ ډوبېدو پېښه كښې 11 مړي د سمندر څخه راويستلې شوي۔د اے اېف پي له مخې د ميانمار سوئېلي ساحل سره نزدې بحيره انډمان كښې د 30 كسانو وړونكې يوې بلې بېړۍ ډوبېدو نه پس د مرستې كاركنانو تراوسه 11 مړي راويستلو كښې كامياب شوي۔د يادونې وړ ده په بېړۍ كښې زياتره زده كوونكي ناست وو كوم چې د دوو اونيو دمې نه پس …

ينګون21اکتوبر(اے پی پی)په ميانمار كښې د بېړۍ ډوبېدو پېښه كښې 11 مړي د سمندر څخه راويستلې شوي۔د اے اېف پي له مخې د ميانمار سوئېلي ساحل سره نزدې بحيره انډمان كښې د 30 كسانو وړونكې يوې بلې بېړۍ ډوبېدو نه پس د مرستې كاركنانو تراوسه 11 مړي راويستلو كښې كامياب شوي۔د يادونې وړ ده په بېړۍ كښې زياتره زده كوونكي ناست وو كوم چې د دوو اونيو دمې نه پس د كلي څخه بېرته ښار ته روان وو۔ميانمار كښې د بېړيو ډوبېدو پیښې عامې دي٬يو داسې هېواد چې پكښې د تګ راتګ حفاظتي ضوابط كمزورې دي۔