امريكا٬فيري پېښه كښې 7 كسه مړه شول

نيويارك21اکتوبر(اے پی پی)د امريكې په جارجيا ايالت كښې د فيري پیښې په نتيجه كښې لږ تر لږه 7 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل او بې دركه شوي۔د ټي آر ټي له مخې د ځايې پوليس لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي د ميك انټوش ښار په سپيلو جزيره كښې د ګله ګيچي خزاں تهوار لپاره راجمع شوي وو چې په دې مهال لنګر انداز كېدونكې بېړۍ سره نزدې …

نيويارك21اکتوبر(اے پی پی)د امريكې په جارجيا ايالت كښې د فيري پیښې په نتيجه كښې لږ تر لږه 7 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل او بې دركه شوي۔د ټي آر ټي له مخې د ځايې پوليس لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي د ميك انټوش ښار په سپيلو جزيره كښې د ګله ګيچي خزاں تهوار لپاره راجمع شوي وو چې په دې مهال لنګر انداز كېدونكې بېړۍ سره نزدې د پیښې ښكار شول او ګڼ شمېر په اوبو كښې ډوب شوي۔وئېلي شوي چې د پېښې له امله لږ تر لږه 7 كسه مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي كوم چې روغتون كښې داخل كړی شوي او د مرستې آپرېشن روان دے۔په يو تحريري بيان كښې د امريكې صدر جوبائيډن ووئېل جې ما په دې پېښه د ډېر خفګان خرګندونه كړې ده ۔