د سعودي عرب ولي عهد سره د ايران خارجه وزير ملاقات، د سيمي په صورتحال د خيالاتو څرګندونه

رياض 10 اكتوبر (اے پي پي) د سعودي عرب ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره د ايران خارجه وزير عباس عراقچي ملاقات كړے ۔ د ملاقات په مهال د سيمي په صورتحال او په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د اېس پي اے له مخې ملاقات كښې د سعودي د دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان، خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان، وزير مملكت، …

رياض 10 اكتوبر (اے پي پي) د سعودي عرب ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره د ايران خارجه وزير عباس عراقچي ملاقات كړے ۔ د ملاقات په مهال د سيمي په صورتحال او په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د اېس پي اے له مخې ملاقات كښې د سعودي د دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان، خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان، وزير مملكت، د كابيني غړي او د قامي سلامتيا مشير ډاكټر مساعد بن محمد العبيان هم موجود وو۔د ايران د اړخه هېواد كښې د ايران سفير علي رضا عنايتي او د ايران د خارجه وزارت اعلي ٰعهديدارو ګډون كولو۔ د ملاقات په مهال د اسرائيل د بريدونو په نتيجه كښې د سيمي په خرابه شوې وضعه او د هغې په مخنيوي د خيالاتو څركندونه وشوه او دواړو هېوادونو شريكو اړيكو ته د ودي وركولو جاج هم واخست۔